جاپانۍ خپرونه نای کیا اېشیا: د پاکستان له لارې د یو کمربند یوه لار پروژه له خنډ سره مخ شوې

د نای کیا اېشیا اوونیزه چې د اسیا او نړۍ پر اقتصادي مسایلو تمرکز کوي د دې کار لامل په پاکستان کې امنیتي ستونزې یادوي او دا خبر هم ورکوي، چې اېټالیا اعلان کړی له دې وروسته په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له امله به له دغې پروژې په شا شي.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا مېلوني روانه میاشت دا خبره وکړه، چې دغې پروژې هغسې پایله ورنه کړه لکه څرنګه چې یې تمه کېده.
دغې خپرونې دا رنګه لیکلي، د ۲۰۲۱م کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو سفیر یې په پېکېنګ کې منلی او ښایي لامل یې دا وي، چې د یو کمربند یوه لار پروژې د ګټو د خوندیتوب لپاره غواړي چې په کابل کې د واکمنو طالبانو ملاتړ خپل کړي.

پېکېنګ په کابل کې د جمهوري نظام په وخت هم هڅه کوله، چې د پاکستان له لارې د یو کمربند یوې لارې له پروژې سره افغانستان ونښلوي.

خپرونه وړاندې لیکي، چې د پاکستان په قراقروم لویې لارې وروستي خونړي برید په سیمه کې امنیت ته اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

په ګلګت کې پر لویه لار د ډسمبر په درېیمه له خونړي برید وروسته چې د پوځیانو په ګډون نهه تنه په کې ووژل شول، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د مسافرو بسونه به تر دې وروسته امنیتي ځواکونه بدرګه کوي.