طالبان: د حیرتان بندر په عوایدو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

په بلخ ولایت کې د طالبانو د اوسپنې پټلۍ مشر محمد شفیق محمود وایي، چې هره ورځ په دغه بندر کې تر ۱۶۰ واګونونو بېلابېل توکي له منځنۍ اسیا لېږدول کېږي. د دوی په وینا، د ورځې تر لس زره ټنو توکي د دغه بندر له لارې لېږدول کېږي.
د دغې ادارې د مسوولانو په خبره د انتقالاتو کچه څو برابره لوړه شوې، چې له دې سره د دغه بندر په عوایدو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
خو یو شمېر سوداګر بیا وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دوی پر سوداګریزو توکو مالیه لوړه کړې او په بېلابېلو لارو له دغو توکو څخه مالیه او ټکس اخلي، چې دغه کار که له یوې خوا ګمرکي عایدات زیات کړي؛ خو له بله پلوه یې د سوداګریزو توکو بیې هم لوړې کړي چې زور یې ولسي خلکو ته رسېږي.