پټ بغاوت؛ په افغانستان کې د طب محصلانې پټې زدکړې کوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۹

الجزیره تلوېزیون وايي، د نجونو پر زدکړو د طالبانو د بندیز په یو کال پوره کېدو سره اوس د طب برخې زدکوونکې پټې زدکړې کوي.

دا زدکوونکې اندېښمنې دي چې هسې نه د زدکړو پر مهال یې طالبان وویني او منع یې کړي.

د دوی له ډلې لېمه وايي، په هغه ورځ په کور پاتې شوه چې وروستی ځل طالبانو د هغه روغتونه لیدنه کوله چې دا پکې په ​​پټه د نرسنګ ​ روزنه لري.

له پنځه کلنې طبي روزنې وروسته، ۲۸ کلنې لیمې به اوس له یو کال راهیسې د طبي مهارتونو په بشپړولو سره د ډاکټرې په توګه کار کاوه، خو هغه اوس به دریو میاشتو راهیسې د کابل د یو روغتون په عاجله خونه کې د مریضانو تبه ګوري او ورته پیچکاري کوي.

نوموړي دا تمه نه درلود چې د خپل کاري ژوند په دې مرحله کې به بیچکاري کوي او د مریضانو تبه به ګوري، خو بیا هم خوشاله ده چې په اوسنيو شرایطو کې لږ تر لږه دا کار کولای شي.‌

لیمې الجزیرې سره پر تلیفون په خبرو کې ویلي: "په روغتون کې پاتې کیدل په دې معنا دي چې زه خپل مسلک ته نږدې پاتې کېږم. دا کار ما سره مرسته کوي چې له خپل مسلکه لرې نشم."

په دې ګزارش کې د لیمې د امنیت د خوندیتوب لپاره یوازې د هغې لومړۍ نوم یاد شوی دی.

لیمه په کابل کې له طب پوهنځي تر فارغیدو یوازې څو اونۍ لرې وه چې طالبانو په تیر ډسمبر میاشت کې د ښځو پر لوړو زدکړو بندیز ولګاوه او د هغې او د زرګونو نورو میرمنو زدکړې یې له خنډ سره مخامخ کړې.

له دریو زرو ډیرې میرمنې چې د بندیز دمخه یې طبي زدکړې بشپړې کړې وې، طالبانو ورته اجازه ورنه کړه چې د تخصص او او نوړو اړوندو ازموینو کې ګډون وکړي ترڅو چې خپل ستاج او تخصص پیل کړي.

افغانستان - چې دمخه د ښځینه طبي کارمندانو له سخت کمښت سره مخامخ وو - نوي ډاکټرانو ته سخته اړتیا لري.
د لیمې لپاره، ډاکټریدل د ټول عمر هیله وه. هغه هیله لري چې یوه جراح شي، ځکه افغانستان د ښځينه جراحانو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

لیمه وايي: "زما لویه هیله له خلکو سره مرسته کول دي." هغې کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته په دې کډه شوې وه، چې نوموړي د کابل په طبي پوهنتون کې زدکړي وکړي، هغه تر دې هیلې ورسېده، ښه پرمختګ یې وکړ او د خپل ټولګي اول نمره شوه.

د طالبانو له بندیز وروسته، لیمې او ټولګیوالو یې چې یوه روستۍ ازموینه یې پاتې وه له خپل استاد سره په اړیکه کې شوې او له هغه یې وغوښتل چې د دوی وروستۍ ازموینه واخلي.‌

کله چې لیمه او ملګرې یې طبي پوهنتون ته ورسیدل، مسلح طالبان له دوی وړاندې هلته رسیدلي وو. استا خپل فکر بدل کړ او دوی ته یې وویل چې دا کار خطرناک دی.

لیمه چې اوس په پټه خپلې روزنې ته دوام ورکوي، وایي چې یوازې د څو نورو میاشتو لپاره پیسې لري چې دغه کار وکړي.

اوس مخکې له دې چې پر لیمې ناوخته شي او د ټول عمر هیله یې خاورو سره خاورې یې، یوازینۍ هیله دا ده چې طالبان په رسمي توګه د نجونو لوړو زدکړو ته اجازه ورکړي، .

نور خبرونه

رادیو