د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دوو سیاستوالو په اړه د جدي امنیتي ګواښونو خبرداری ورکړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او د عوامي ملي پارټۍ مشر اېمل ولي خان ته په خیبر پښتونخوا کې د جدي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی.

په پام کې ده، چې د راتلونکي مېلادي کال د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې ټاکنې ترسره شي.

د پاکستان د ټاکنو په درشل کې یو شمېر سیاستوال چې ډېر اغیزناک وو نیول شوي او زندان ته لېږل شوي دي.

دمګړۍ یو شمېر اغېزناک سیاستوال د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم بندیان دي.

تر دې وړاندې د ټاکنو په لړ کې د ګډوډیو او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې موجودې وې.