‏طالبان: له ۹۰۰ څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۹

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۹۰۸ افغانان د مرغومي په ۷مه او ۸مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د راپور له مخې، ۱۰۸ کورنۍ چې ټولټال ۵۵۵ تنه کېږي د تورخم له لارې په جبري توګه ستنول شوي، دغه کسان د نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوې دي.

د یوه بل خبر له مخې، د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ ۶۵ کورنۍ چې ټولټال ۳۵۳ تنه کېږي او پنځه تنه یې تازه له بنده خوشې شوي هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک د سرحدي امریت په وینا، راستنېدونکي له نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کوو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

‏له پاکستان او ایرانه هره ورځ سلګونه افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری افغانان د ځان د خوندیتوب او وزګارتیا له امله ګاونډیو هېوادونو ته تللي وو؛ خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د ځورونې له امله دوی دې ته اړ شوي، چې خپل هېواد ته راستانه شي.

نور خبرونه

رادیو