پاکستان: ټاپي پروژه ډېره اړینه ده، باید له ځنډ پرته پیل شي
د پاکستان لوړپوړي اقتصادي فورم د پنجشنبې په ورځ د لوړې کچې مشورتي غونډې وروسته وویل، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو پایپ لاین یوه "ډېره ضروري" پروژه ده چې باید پرته له ځنډه پیل شي.
دغه پایپ لاین به د منځنۍ اسیا د انرژۍ بډای هېواد ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند سره ونښلوي او تمه کېږي، چې د ګالکینیش څخه د ۱۸۰۰ کیلومتره (۱۱۲۵ میل) په اوږدو کې به هر کال ۳۳ ملیارد متر مکعب طبیعي ګاز ولېږدوي.
تېره ورځ په اسلام اباد کې د خزانې سرپرست وزير شمشاد اختر په مشرۍ د اقتصادي همغږۍ کميټۍ (ایسيسي) غونډه وشوه، چې په کې د ټاپي او نورو اقتصادي چارو په اړه مشورتي فورم سره خبرې اترې وشوې.
د پاکستان د مالیې وزارت په یوه بیان کې وویل:« فورم ولیدل، چې ټاپي یوه ډېره اړینه پروژه ده او باید پرته له ځنډه پیل شي.»
د ټاپي د اصلي تړون له مخې به پاکستان، افغانستان او هند په سلو کې ۱۵ او ترکمنستان ۸۵ سلنه ګاز ولري.
د ګازو د پلور او پېر د اوسني تړون له مخې، د ګازو د لېږد نقطه د افغانستان-ترکمنستان پوله ده، چې پاکستان غواړي د پاکستان-افغانستان پولې ته یې ولېږدوي.
پاکستان، چې د وارداتي ګازو له کمښت سره مخ دی، سږکال یې د برېښنا تولید په داسې یو اقدام کې کم کړ چې اقتصاد یې زیانمن کړ، لکه څنګه چې د انفلاسیون د لوړېدو او د اسعارو د راټیټېدو سره مخ شو.