پاکستان د پنجاب د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورولو تورونه څیړي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۸

پاکستاني رسنيو لیکلي، چې فدرالي حکومت سيمه ييزو چارواکو او د پنجاب انسپکټر جنرل ته امر کړی، چې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو ادعاوز وڅېړي.

ویل کیږي چې دا امر په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت له شکایت وروسته صادر شوی دی.

ډان ورځپاڼې ليکلي، چې دا شکایت د روانې مياشتي په لومړيو کې په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت او د پاکستاني چارواکو ترمنځ په يوه غونده کې وړاندی شوی و.

د دغه راپور له مخېو طالبانو له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې ويلي و، دوه تنه افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد يې هم درلودل د راولپنډۍ د پولیسو په یوه مرکز کښې ځورول شوي او له د پیسو غوښتنه هم ترې شوې ده.

په راپور کې ويل شوي، يو افغان ماشوم، چې د افغان کډوالو ځانګړی کارټ يې هم درلود « د څو کسانو له لوري تر شکنجې وروسته وژل شوی».

د راپورنو له مخې، دغه ماشوم د پنجاب په «لالاموسا» سېمه کې د واده په مراسمو کې د پېسو ټولولو پر مهال وژل شوی دی.

پر همدې مهال طالبانو له پاکساني چارواکو سره په ليدنه کې ویلي، چې دغه پېښه پوليسو په خپل راپور کې په غلطي د «قتل» پر ځای «غيري قصدي وژنه» ثبت کړې او تورنو کسانو ته يې له سزا ورکولو ډډه کړې.

ویل کیږي، چې د راولپنډۍ پولیسو د افغان کډوالو په ځورولو له تورنو افسرانو او چارواکو څېړنې پیل کړې دي.

دا په داسي حال کې ده، چې افغانستان انترنشنل په تېرو مياشتو کې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ايستلو او د پوليسو د ځورونې ګڼ راپورنه تر لاسه کړي دي.

د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو هم د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو راپورونه تایید کړي دي.

نور خبرونه

رادیو