د اسلام اباد د څېړنو فډرالي ادارې له منظور پښتین څخه په زندان کې د پوښتنو ګروېږنو امر کړی

د اسلام اباد سترې محکمې د څېړنو فډرالي ادارې ته امر کړی، چې له منظور پښتین څخه په زندان کې څېړنې وکړي.

د اسلام اباد سترې محکمې قاضي ميا ګل حسن د منظور پښتين په ضد د قضیو تفصيلات او د ضمانت درخواست واورېده، چې له مخې یې محکمې اېف ای اې یا د څېړنو فډرالي ادارې ته امر وکړ چې له منظور پښتين څخه په زندان کې پلټنې وکړي.