د پاکستان بهرنیو چارو وزارت:د امن او سرحدي مسایلو په تړاو طالبانو سره مذاکرو ته دوام ورکوو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوڅ پرون پنجشنبه په یوې خبري ناسته کې وویل، هېواد یې تل غواړي افغانستان د سیمې په سوداګرۍ او انرژۍ برخه کې ارتباطي سرچینه وي.
هغې وویل:« پاکستان په دوامداره توګه د یوه سولهییز، سوکاله او باثباته افغانستان لپاره خپله اراده ښودلې او هیله یې دا ده، چې افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ او انرژۍ د ارتباطي سرچینې په توګه راڅرګند شي.»
هغه وایي:« پاکستان د افغانستان د وضعیت په باب په غونډو او هغو تګلارو کې برخه اخیستې، چې موخه یې په افغانستان کې د سولې ملاتړ و او پاکستان لا هم له افغانستان سره ډیالوګ او مذاکرو ته ژمن دی.»
پاکستان په وروستیو کې څو- څو ځلې تور پورې کړی، چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه پلانوي، هغه تور چې د طالبانو حکومت رد کړی دی.