جاپان ټایمز: افغان ښځو لپاره د هر ماشوم زېږون ستر ګواښ دی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۸

له توکیو خپرېدونکې جاپان ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ماشوم زېږونې پر مهال د یو شمېر مېندو د مړینې پر موضوع د یوه راپور په خپرولو سره په دغه هېواد کې د مېندو پر حالت ژور خپګان ښکاره کړی او هغه یې زړه بوږنوونکی بللی دی.

په راپور کې د نور خانم په نوم د یو نا دولتي سازمان د روغتیايي همغږې کوونکي له خولې ویل شوي، په افغانستان کې وروستي اقتصادي کړکېچ د ماشوم زېږونې پر مهال د مېندو لپاره ګواښونه زیات کړي دي.

راپور زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت اړوند زېږنتونونو کې چې پر کارکوونکو یې د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته ده او بودجه یې هم په نشت جساب ده، ښځې باید خپل درمل له بازاره واخلي.

د راپور په وینا، په دې زېږنتونونو کې د ماشوم زېږول شاوخوا دوه زره افغانۍ لګښت لري چې د ځینو بې وزلو افغان کورنیو لپاره ملا ماتوونکی لګښت دی.

جاپان ټایمز په دې راپور کې د نور خانم له خولې زیاته کړې:« هغه ښځې چې پخوا به یې عامه زېږنتونونو ته مراجعه کوله اوس په کور کې ماشومان زېږوي، ځکه چې پیسې نه لري.»

په راپور کې ویل شوي، چې شاوخوا څلوېښت سلنه افغان مېندې کورونو کې ماشومان زېږوي؛ خو په کلیوالي سیمو کې بیا د هغو مېندو شمېر چې کورونو کې ماشومان زېږوي تر اتیا سلنې پورې رسېږي، چې ډېر ځله ورسره په زېږون د کورنۍ مشرانې ښځې مرسته کوي او یا یوازې ماشوم زېږوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د درملو د کمښت، د ډاکټرانو د نشتوالي او کافي بودجې د نشتوالي له امله اندېښنې په داګه کړې وې.
خو تازه د اسلامي پراختیايي بانک افغانستان ته د شاوخوا یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت مالي مرسته اعلان کړې ده. د بانک دغه مرسته به په لرو پرتو سیمو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا او سلامتیا لپاره کارول کېږي.

نور خبرونه

رادیو