د جعلي اسنادو له امله امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو "ایس ای وي" ۲۱ زره قضیې رد شوې دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۷

د لیفټ بي هاینډ ادارې اجراییوي رییسې د پنجشنبې په ورځ ( د مرغړمۍ په ۸مه) ویلي، چې د جعلي او دروغجنو اسنادو له امله د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ۲۱زره او ۲۵۰ قضیې رد شوې دي.

اغلې ډیمي هیسټر پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې دا قضیې د جعلي اسنادو (ناسم سپارښت لیکونو او ایچ ار لیکونو) له امله رد شوې دي.

اغلې هیسټر زیاته کړې، دا لویه مساله کولی شي، چې د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) او د کام اپرول (COM) قضیو تایید او پروسس ځنډنی کړي.

د لیفټ بي هاینډ (Fight for Left Behind Afghans) اداره د هغو افغانانو لپاره کار کوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کړې وي او اوس مهال په افغانستان کې دي.

نور خبرونه

رادیو