سبا له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلیږي
سبا له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلیږي؛ خو تر اوسه ورته لوبډله نه ده اعلان شوې. تمه ده ،چې سبا جمعه د (مرغومي ۸مه) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې او متحده عربي اماراتو لوبډلې تر منځ د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیل شي.
خو د افغانسان کرېکت بورډ تر دې دمه د یادې لوبلړۍ لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.
د افغانستان کرېکټ بورډ د روان کال په جولای میاشت کې له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اوریزو او دوه یو ورځنیو تمریناتي لوبو لوبلړۍ ترسره کېدو خبر ورکړی و.
د دغه لوبلړۍ دوه یو ورځنۍ تمریناتي لوبې د دوشنبې او چهار شنبې په ورځو ترسره شوې او دواړه لوبې افغان لوبډېي وګټلې.
د درې شل اوریزو رسمي لوبو لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ په شارجه نړۍوال لوبغالي کې پیلیږي؛ خو تر دې دمه د افغانستان کرېکت بورډ د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.
بل خوا د کرېکټ بورډ له لورې د افغان لوبډلې د شل اوریزو لوبو مسلکي درې لوبغاړو بندیز په اړه اندېښنې هم په خپل ځای پاتې دي او ډېری خلک د کرېکټ بورډ دغه پرېکړه د افغان لوبډلې د کمزوره کېدو په مانا بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې له هندوستان سره هم د درېیو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.