طالبان: سلګونه کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۷

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې ۶۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۵۵ کسان کېږي له تورخم لارې په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې.

دوی وایي، دغه راستانه شوي یې د کډوالو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندلي دي.

دغه وزارت لیکي، چې ورته مهال د سپین بولدک د امریت د مالوماتو پر بنسټ ۳۸ کورنۍ چې ټولټال ۱۹۱ کسه کېږي د سپین بولدک له لارې په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې.
د طالبانو تر واک لاندې د سپین بولدک د سرحدي امریت په وینا، راستنېدونکي په ګومارل شوو کمېټو کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال سازمان او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د ګومارل شوې کمېټې له لوري ورکړل شوې.
د نومبر له لومړیو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستنې لړۍ لاهم روانه ده.
پاکستاني چارواکي هم وایي، چې په دغه هېواد کې د بې اسناده بهرنیانو د اېستلو لړۍ په منظمه توګه روانه ده.
له بلې خوا په وروستیو دوو ورځو کې رویټرز هم راپور خپور کړ، چې شاوخوا ۲۰۰ هغه افغانان چې په پاکستان کې امریکا ته د تګ لپاره په تمه وو له دغه هېواده شړل شوي دي.
د پاکستان دغه کړنه د هغو څرګندونو سره په ټکر کې ده، چې ویلي یې و، هغه افغانان چې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دي له دغه هېواده نه باسي.

نور خبرونه

رادیو