سرچینې: د خیبر پښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د جګړو له امله سلګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي
ځايي سرچینې وايي، د خیبر پښتونخوا ټانګ ولسوالۍ په کړې حیدرخیل سیمه کې د وسله والو ډلو او امنیتي عسکرو تر منځ له نښتو وروسته سلګونه کورنۍ د امنیتي عسکرو له لوري د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې او د سر خوندیتابه لپاره له خپلو مېنو لرې تللې دي.
دغه کورنۍ د کړې حیدرخيل له سیمې څخه شاوخوا لس کیلو متره لرې د ډابره، زلوانې، مانجې خيل، عمره اډه او داسې نورو سیمو ته وتلې دي.
د سرچینو په وینا، تازه د خیبر پښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د پاکستاني ګډو امنیتي ځواکونو له لوري په وسله والو پسې د لټون عملیان روان دي.
د دغو عملیاتو په اړه پاکستاني امنیتي ادارو رسمي اعلان نه کړی.
تېره ورځ هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو پر هغوی بریدونه کړي او د جګړې له امله له ورڅېرمه کورونو څخه د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون سلګونه کورنیو د پاکستاني امنیتي ځواکونو له اعلانونو وروسته خپل کورونه پرېیښي دي او له سیمې وتلي دي.
د دغې جګړې د سر زیان په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
حاجي سلیمان بېټنی د ټانګ ولسوالۍ د کړې حیدرخيل کلي اوسیدونکی دی او یو له هغو کسانو دی چې په خپل کلي کې د جګړې او په جوماتونو کې د پاکستاني امنیتي عسکرو له اعلان وروسته یې خپل کور پرېیښی او له سیمې لرې تللی.
هغه له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره د خبرو پر مهال وويل چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري یې اعلانونه اوریدلي چې خلک دې خپل کورونه خالي کړي: «پاکستاني عسکر راغلي، اول یې په خلکو پابندي ولګوله چې له کورونو به نه راوځئ، بیا یې پرون په جوماتونو کې اعلانونه کول چې خپل کورونه خالي کړي، چې دلته جنګ کیږي، هسې نه چې په ګولیو ولګیږئ، آخر موږ په کومه خوا ولاړ شو، ژمی دی هوا سړه ده ماشومان او ښځې په کومه خوا بوځو»
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي چې د پخوا په څېر یو ځل بیا په وزیرستان او نورو پښتنو سیمو کې امنیتي حالات د خرابېدو لور ته روان دي.
هغه له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وويل چې دا مهال د جګړې له امله یو ځل بیا د سیمې خلک کورونو پرېښودو ته اړ کړل شوي: «هدفي وژنې، قومي مشرانو او لوستو کسانو ته بمونه اېښودل او له کورونو خلک په دې نامه اېستل چې په ګولیو به ولګیږي بیا شروع شوي، دوی دې د وسله والو ډلو د لټون عملیاتو په نوم خلک مجبوروي چې خپل ژوند پرېږدي او بیا د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو غوندې کورونه او بازارونه ور ړنګ کړي او کلي په کنډوالو بدل کړي.»
هغه وايي په دغو کډوالو کې هغه وزیرستاني او محسود هم موجود دي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ يې په وزیرستان کې د ناسم امنیتي وضعیت له امله خپل کورونه پرېښې وو او ټانګ ته راکډه شوي وو.
د ټانګ ولسوالۍ کړې حیدرخيل کلی د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان کلی دی چې د هغه د زوی او د پاکستان پخوانۍ قومي اسمبلۍ غړي اسد محمود د ټاکنو مرکز هم دی.
دا مهال په پاکستان کې د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنې روانې او بشپړېدو ته نږدې شوې دي.