منظور احمد پښتین له محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته یوځلې بیا ونیول شو

پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، منظور احمد پښتین د ترهګرۍ ضد محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته سم دستي د جرمونو د مخنیوي او کشف ادارې ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، تمه وه چې نن د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له بنده خوشې شي؛ خو د ترهګرۍ ضد محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو ورسته د یوې بلې قضیې په تور د جرمونو د مخنیوي او کشف ادارې ته وسپارل شو.
د بلوچستان ایالت لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نور باچا پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي:« مشر منظور پښتین د (ای ټي سي) عدالت څخه د ضمانت ترلاسه کولو وروسته په یوې بلې جعلي قضیه کې نیول شوی او د اسلام اباد سي ای اې پولیسو ته سپارل شوی دی. د حق او عدالت لپاره پورته شوي غږونه به په درواغو او بنسټه قوانینو خاموش نه شي.»
خو پر ښاغلي پښتین د بلې قضيې په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.
دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر ضد په دوو قضیو کې د ضمانت درخواست قبول کړی و.
د نوموړي ملګري وایي، نن پنج شنبه د اسلام اباد محکمې مخې ته د نوموړي د خلاصون په موخه په تمه وو؛ خو نوموړی خوشې نه شو.
نږدې یوه میاشت مخکې منظور احمد پښتین د چمن په پرلت کې تر وینا وروسته، د بلوچستان ایالت تربت سیمې ته د تلو پر مهال د پولیسو له لورې ونیول شو.
د منظور پښتین پر موټریز کاروان لومړی د پولیسو له لورې ډزې شوې وې او وروسته یې نوموړی ونیو او له ځان سره یې یووړ.