غني د مېرمنو د بندیزونو په اړه:که څوک منع کوئ نو دومره مېړانه ولرئ چې شرایط ورته برابر کړئ

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۷

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د غږیزو پوډکاسټونو په درېیم پروګرام کې د افغانستان مېرمنو ته په اشارې سره ویلي، چې مېرمنې د یوې ټولنې بنسټیز رکن دی او اړینه ده، چې په افغانستان کې مېرمنو ته پاملرنه وشي.

نوموړي پوښتنه کړې: "ایا زموږ نازو انا او زرغونه انا بې عفته وې؟"

ښاغلي غني ترکیې، پاکستان او قطر ته په اشارې ویلي، چې مېرمنې او نجونې پکې کار او زده کړې کوي.

نوموړی وايي، چې د افغانستان مطلق اکثریت په خپل عزت او حقوقو ولاړ دي او که چېرې مېرمنې خپلې شوراګانې ولري کومه ستونزه نه راولاړیږي.

هغه طالبانو ته په اشارې وویل: “ که څوک منع کوئ نو دومره مېرانه ولرئ،چې د ژوند شرایط ورته برابر کړئ، خدای چا ته دا حق ورکړی چې یو څوک په تدریجي مرګ ووژني؟”.

کډوال

نوموړی وايي، چې د ایران په اقتصاد کې څلور فیصده افغان کډوال ونډه لري؛ خو پر ایران د نړۍوالو بندیزونو له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او خپلو خلکو ته د کار زمینه نه شي برابرولی، نو ځکه د افغان کډوالو پر وړاندې منفي ذهنیت رامنځته شوی دی.

پخوانی ولسمشر غني وايي، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له پاکستان او ایران سره د اوږدمهاله دوه اړخیزو همکارایو او په ځانګړي ډول د کډوالو په اړه خبرې کړې وې.
نوموړی زیاتوي، چې له ایران او پاکستان سره د خبرو بنسټ اېښودل شوی او باید هماغه مذاکراتو ته دوام ورکړل شي؛ تر څو د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ نه شي.

ښاغلي غني د داخلي بې ځایه شویو کډوالو پر بیا ځای پر ځای کېدو او باعزته سولې یو ځل بیا ټینګار وکړ؛ خو په داسې مهال کې چې طالبان حاکم دي د باعزته سولې په راتګ یې رڼا وانه چوله.

چاپیریال

د وروستي جمهوري دولت وروستی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادنو څخه دی، چې د چاپیریال له اړخه یې زیات زیان لیدلی دی.

نوموړي وايي، چې په افغانستان کې د کاریزونو، ویالو او ځینو سیمو غصب، د ژورو څاه ګانو ویستل د اوبو د کمښت سبب شوي دي.

د ښاغلي غني په خبره، چې د افغانستان د اقلیم د نه مدیریت له امله د افغانستان سرسبزي له منځه تللې او که له دغه حالت سره شعوري چلند ونه شي افغانستان به له اقلیمي ستونزو سره نور هم لاس او ګرېوان شي.

پخوانی ولسمشر زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو له خوا د پروژو تخمین نادرست او نورې عملي لارې چارې شته چې په ډېر کم لګښت اجرا کېدلی شي.

نوموړي یو ځل بیا د اعتماد د فضاء او ملي یووالي په رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، که چېرې ملي یووالی رامنځته شي راتلونکي ګواښونه له منځه ځي.

خو تر اوسه یې د ملي یووالي د رامنځته کېدو پر څرنګوالي څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو