له عربي متحده اماراتو سره د لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه

د افغانستان د ملي لوبډلې او د متحده عربي اماراتو تر منځ د دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبلړۍ دویمه لوبه نن چهار شنبې د (مرغومي ۶مه) په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د متحده عربي اماراتو پر وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

له متحده عربي اماراتو سره په دویمې یوې ورځنۍ تمریناتي لوبه کې اکرام علي‌خېل، حشمت الله شاهدي، ریاض حسن، رحمت شاه، دروېش رسولي، بهیر شاه، عبدالرحمن، ګلبدین نایب، اسحاق، ضیاالرحمن اکبر او شرف الدین اشرف شامل دي.
دا لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت لس نیمې بجې پیل شوې او تر دې مهاله د لوبې ۲۲ اورونه تر سره شوي دي.
په دغو ۲۲ اورونو کې افغانستان تر دې مهاله د ۸۵ منډو په جوړېدو سره یې شپږ لوبغاړي سوځېدلي دي.
د افغانستان لپاره په روانه سیالۍ کي رحمت شاه ۳۲ زیاتې منډې جوړې کړې دي.
ریاض حسن په ۱۳ منډو، اسحاق په ۵ منډو، اکرام علي‌خېل په ۴ منډو، دروېش رسولي په ۱۸ منډو سوځېدلي دي.
د دغه تمریناتي لوبو لومړۍ لوبه دوه ورځې وړاندې افغانستان وګټله.
له دې لوبو وروسته د جمعي په ورځ د افغان او عربي متحده اماراتو تر منځ د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلیږي.