خلیل الرحمن حقاني: کډوالو ته دې د کار په بدل کې مرستې ورکړل شي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۶

د طالبانو د کډوالو وزارت سرپرست له نړۍوالو همکارو ټولنو سره د همغږۍ په ناسته کې له پاکستانه د ستنو شویو کډوالو لپاره د ژمنیو مرستو په رسولو ټینګار کړی؛ خو ویلي یې دي چې، مرستې دې د کار په بدل کې ورکړل شي.

هغه وایي، افغاني غرور دا نه ایجابوي چې یا دې له چا د سوال او خیرات غوښتنه وشي او یا دې چاته لاس وغځول شي؛ نو ځکه د کار په بدل کې به مرستې ورکړل شي.

خلیل الرحمن حقاني د دوشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې له نړۍوالو همکارو ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو لپاره د ژمنیو مرستو په رسولو ټینګار کړی.

نوموړي ویلي:« د واورو په ورېدو سره ښايي ځینو ولایتونو ته لارې بندې شي؛ نو له همدې امله مخکې تر مخکي باید مرستې ور ورسول شي. کډوالو ته د کورونو جوړول، د کاري فرصتونو برابرول او نور اساسي خدمتونه دې وړاندې شي.»
همدارنګه حقاني په دغه ناسته کې ویلي:« افغاني غرور سوال کول او بل ته د لاس نیول نه مني، له همدې امله دې مرستي د کار په بدل کې خلکو ته ورکړل شي.»
د نړۍوالو همکارو ادارو چارواکو د طالبانو د کډوالو له وزیر سره د همغږۍ په دغې ناسته کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان له پاکستان او ایرانه په جبري توګه د اېستل شویو افغان کډوالو لپاره د مرستو جلبولو هڅې کوي او تر دې مهاله ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو د تازه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره د مېلیونونه ډالرو مرستو اعلان هم کړی.
تر دې مهاله له پاکستانه ۴ لکه، ۴۸ زره او ۶۷۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو