پیښور کې د وژل شوې نرښځۍ مړی خپل مور پلار هم «ونه غوښت»

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۶

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د خواجه سرا یا نرښځیو ټولنې مشره وايي، د عبیده په نوم د يوې نرښځۍ مور پلار د هغې د مړي له وړلو انکار کړی دی.

فرزانه ریاض وايي، عبیده په اصل کې نور محمد نومېده او د افغانستان وه، خو وروسته دوی ورباندې عبیده نوم اېښی و.

عبیده پرون د پېښور په فقیر اباد کې له کور اېستل شوې او د پیسو لپاره وژل شوې وه.

د خواجه سراوو مشره ریاض وایي، څو کسان د عبیده کور ته ورغلي او هغه یې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره له کور اېستلې او په لار کې یې وژلې ده.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې زیاته کړه، د پیښې عاملین معلوم شوي خو تراوسه نیول شوي نه دي او د نیولو هڅې یې روانې دي.

نوموړې وايي، عبیده د خواجه سراوو سره اوسېده او کله یې چې د هغې مور پلار د نوموړې له وژل کېدو خبر کړل، نو د مړي له وړلو یې انکار وکړ.

هغه وايي: «د عبیده مور پلار ویل، چې هغه خواجه سرا وه، تاسو هم خواجه سرا یی، تاسو یې ښخه کړئ، موږ ته یې مه را کوئ.»

د نوموړې په خبره، نرښځي په ټولنه کې په امن ژوند نه لري او ډېر د پیسو یا نورو غوښتنو بدل کې ځورول کېږي او وژل کېږي، خو اخر کې یې مور پلار هم مړی نه غواړي.

نرښځۍ تر ډېره له کورنیو شړل شوې او دوی په ځینې ښارونو کې یو ځای اوسېږي او په ودونو کې نڅا سره د خپل ژوند تېرولو لپاره پیسې ترلاسوي.

د خواجه سراوو ټولنې د مالوماتو له مخې، تېر کال په پېښور کې ۱۲ نرښځي وژل شوي او په تېرو کلونو کې د ټولو وژل شویو شمېر سلو ته رسېږی.

نور خبرونه

رادیو