افغان کرېکټ لوبډلې له متحده عربي اماراتو تمریناتي لوبلړۍ وګټله

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې ملي لوبډلې نن په دویمه تمریناتي یو ورځنۍ لوبه کې هم متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه. د کرېکټ بورډ د بیان له مخې؛ افغان لوبډلې د ۲۵۰ منډو هدف ټاکلی و، خو مقابل لوری د ۱۵۴ منډو په کولو وسوځېده او د ۹۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې؛ افغان لوبډلې د کوربه هېواد په شارجه کې د دوه تمریناتي یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ دوه-صفر په خپل نوم کړه.