شاه محمود قریشي له اډیاله زندانه د خوشې کېدو سره سم، یو ځلې بیا ونیول شو
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي له اډیاله زندانه تر خوشې کېدو وروسته یو ځلې بیا ونیول شو. شاه محمود قریشي د اېس اېچ او صدر باروني په مشرۍ یوې امنیتي ډلې نیولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر د جي اېچ کیو برید په قضیه کې نیول شوی دی.
پر همدې مهال شاه محمود قريشي وويل:« د سترې محکمې په حکم ملنډې وهل شوي، زه يو ځلې بيا په جعلي مقدمه کې نيول کېږم، د قوم استازیتوب کوم، زه بې ګناه يم.»
د پي ټي ای په رسمي پاڼه يو پيغام کې ويل شوي، چې د پخواني بهرنیو چارو وزير سره د پوليسو چلند د شرم وړ دی.
سترې محکمې د محرمو رازونو په افشا قضیه کې د شاه محمود قريشي ضمانت منظور کړی و.
شاه محمود قريشي د ضمانت ترلاسه کولو وروسته، د اډياله زندانه خوشې شو؛ خو د پنجاب پوليسو هغه له اډياله زندانه تر راوتو وروسته بیا ونیوو.
د پنجاب پوليسو شاه محمود قریشي تر نیولو وروسته په زغره وال ګاډي کې نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.
سرچينې وایي، چې شاه محمود قريشي د جي اېچ کيو ګېټ بريد کېس کې نيولی، د هغه څخه به په دې اړه پوښتنې کېږي او نن ۳به محکمې ته هم وړاندې شي چې برائت ترلاسه کړي.