جان اڅکزی: په چمن کې شلو زرو وزګارو خلکو ته به د میاشتې شل، شل زره کلدارې ورکړو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۶

د پاکستان حکومت دغه اعلان د چمن اوسېدونکي په غوسه کړي او د چمن ـ کوټې پر لاره یې چمن ته د جان اڅکزي د ورتګ مخنیوی کړی.

دوی وايي که حکومت ریښتیا له خلکو سره مرسته کوي نو د چمن په دروازه دې تګ راتګ له پاسپورټ او ویزې پرته آزاد کړي.

د چمن د شلو زرو وزګارو اوسېدونکو لپاره د حکومت له لوري د شل، شل زره کالدارو د ورکړې پروګرام پیلولو، د چمن اوسېدونکي غوسه کړي او چمن ته یې د بلوچستان د اطلاعاتو د وزیر جان اڅکزي د ورتګ مخنیوی کړی.

د سه شنبې په ورځ د چمن سلګونو اوسېدونکو د چمن ـ کوټې تر منځ لاره بنده کړې وه.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د دو شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د چمن وزګارو خلکو ته به د پاکستان حکومت له لوري شل، شل زره روپۍ ورکول کیږي.

نوموړي ویلي: «شلو زرړ وزګارړ خلکو ته به هره میاشت شل، شل زره روپۍ ورکوو، زموږ د دغې ځانګړې مرستې له کڅوړې څخه به د چمن سیمه ییز خلک برخمن شي. موږ د پرلت سره د هر ډول مذاکراتو لپاره چمتو یو او موږ غواړو هلته د خلکو لپاره د کاروبار زمینه برابره کړو.»

تمه وه چې نوموړی د دغه پروګرام د پرانیستې لپاره چمن ښار ته سفر وکړي خو د چمن اوسېدونکي چې د پاکستان له لوري د شل، شل زره روپیو د ورکړې پروګرام په غوسه کړي وو، چمن ته یې د جان اڅکزي د ورتګ د مخنیوي لپاره د چمن ـ جوټې لاره بنده کړې وه.

د چمن اوسېدونکي وایي، د خیرات ورکولو پر ځای دې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ پرېکړه بدله شي.

خو جان اڅکزی وايي، د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه شي په شا کیدای او د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به خلک په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ کوي.

دا‌ په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې دوه نیمو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د راتګ راتګ تر پرېکړې وروسته د چمن د زرګونو خلکو کاروبار زیانمن شوی او هلته خلکو د پاکستان حکومت یادې پرېکړې پر ضد پرلت وهلی دی.

نور خبرونه

رادیو