‏طالبان: د کندهار د سپين بولدک له لارې ۴۵ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنې شوې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۵

په کندهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په اېکس پاڼه لیکلي، د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت او تثبیت کمېټې مسوولانو په وینا تېره ورځ ۴۵ کډوالې کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې، چې ټولټال شمېر یې ۲۴۵ کسان کېږي.

دغه سرچینه وایي، چې دغه کورنۍ د دوی د ډلې له‌خوا د نغدي مرستې اخیستلو تر څنګ مرسته کوونکو موسساتو ته هم ور پېژندل شوې دي.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو کچه لوړه شوې ده.

پاکستان په دغه هېواد کې د تاوتریخوالو له زیاتوالي وروسته پرېکړه وکړه، چې ټول بې اسناده بهرنیان به له دغه هېواده باسي.

دغه لړۍ د نومبر په لومړۍ نېټې پیل شوه او د پاکستاني چارواکو په وینا، لاهم په منظمه توګه روانه ده.

د پاکستان ترڅنګ له ایرانه هم جبري ستنېدا پېل شوې ده، له تېرو دوو میاشتو راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدا کچه لوړېږي.

نور خبرونه

رادیو