په درې تنو ملي لوبغاړو د کرېکټ بورډ له‌خوا لګول شویو بندیزونو غبرګونونه پارولي

د افغانستان کرېکټ بورډ تېر ماښام دوشبنه له درې تنو ملي لوبغاړو فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن څخه د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد اخیستو او د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د اجازې نه ورکولو پرېکړه وکړه.

کرېکټ بورډ ویلي، دغه لوبغاړو د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه کړې او په سوداګریزو لیګونو کې یې پر ګډون ټینګار کاوه.
د کرېکټ یو شمېر مبصرینو او مینه‌والو د کرېکټ بورډ دغه پرېکړه غندلې او وايي، د دغې پرېکړې پر ځای باید د ملي لوبغاړو سره تفاهم شوی وای.
ورزشي خبریال بختیار ساحل پر ملي لوبغاړو د کرېکټ بورډ د بندیز په غبرګون پر خپل ټویټر لیکلي:« درې واړه کلیدي لوبغاړي دي او په راتلونکي کال کې به د افغانستان شل اوریز نړۍوال جام کې ګډون کوي. د بورډ ډېری کارونه نیمګړي او غیر مسلکي دي. د لوبغاړو ترمنځ ډېر توپیریز چلند کوي، یوه ته ډېر امتیازات ورکوي او په نورو بیا خاني چلوي. لوبغاړي هم باید د بورډ اصول ومني. د بورډ دا ډول کړنې نورې مسلې زېږوي، که همدا لوبغاړي له نړۍوال کرېکټ خپلې استعفاوې یا ریټایرمېنټ اعلان کړي څه ورسره کولای شئ؟ زما نظر دا دی، چې تفاهم باید شوی وای او یا هم جوړ جاړي ته لاره هواره شي.»
همدارنګه د کرېکټ یو شمېر مبصرین د کرېکټ بورډ دغه پرېکړه نا انصافي ګڼي او وايي، په دغه ډول پرېکړو د لوبغاړو لوبیز مسلکي ژوند پای ته رسېږي.
ورزشي خبریال مدثر دعوت وايي:«د دغسې ځوانانو حرفوي ژوند او خوارۍ په دغسې پرېکړو بربادېږي. نوین مجیب او فضل د شل اوریزو لوبو مجرب لوبغاړي دي. موږ نړۍوال جام په مخکې لرو او دا لوبغاړي د نړۍ په تر ټولو معتبره لیګ ای پي اېل کې اخیستل شوي، چې ټوله نړۍ ورته په تمه ده. که له ټیم لرې شي تشه یې په اسانۍ نه شي ډکېدای.»
خو کرېکټ بورډ پر یادو لوبغاړو د بندیز لګولو په اړه ویلي، چې ملي ګټې باید لومړیتوب ولري او شخصي ګتو ته باید هیڅوک تر ملي هغو لومړیتوب ور نه کړي.
د کرېکټ ډېری مینهوالو بیا ملي ګټو ته د لوبغاړو د ژمنتیا او د کرېکټ بورډ دغه دریځ ستایلی دی.
د کرېکټ یو شمېر مینه‌وال وايي، افغان لوبغاړي باید په ملي لوبډله کې لوبېدو ته لومړيتوب ورکړي.
د کرېکټ یو مینه‌وال یعقوب سروري لیکلي:« که رښتیا هم کیسه همداسې وي، موږ د کرېکټ بورد د مشرتابه مقام دغه پرېکړه نیک اقدام بولو. افغانستان ته ملي ګټې تر هرڅه مهمې دي، لوبغاړي که شخصي ګټو ته پر ملي ګټو ترجیح ورکړي حتما باید سزا وویني.»
مجیب الرحمن ځدراڼ، نوین الحق او فضل الحق فاروقي د نړۍ په نږدې هر مشهور لیګ کې لوبېدلي دي او دمګړۍ درې واړه د نړۍ په مشهور ای پي اېل لیګ کې هم اخیستل شوي.
نوین الحق لومړنی افغان لوبغاړی و، چې له افغانستان سره د استرالیا له لورې د لوبلړۍ تر لغوه کېدو وروسته یې د استرالیا په بېګ باش لیګ کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.
او همدارنګه د کرېکټ بورډ تر یادې پرېکړې اته ساعته وړاندې فضل الحق فاروقي پر خپلې فیسبوک پاڼه په نړۍوال جام کې له پاکستانه د لوبې د ګټلو انځور شریک کړی.
خو د کرېکټ بورډ دغې پرېکړې په اړه تر اوسه دغو درېیو لوبغاړو د ځان د سپیناوي یا هم بندیز په اړه څه نه دي ویلي.