له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو پر دوام؛ تر زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۵

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه افغان کډوال له ایرانه په جبري ډول او خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي.
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د مرغومي په څلورمه نېټه له ایرانه ۱۶۳۸ افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستانه شوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یو شمېر دغه کډوال د ایران د حکومت له لورې په جبري توګه او یو شمېر هم په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي.
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، راستانه شوي اړمن کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.
طالبانو ویلي چې، د پاکستان او ایران څخه د ستنېدونکو کډوالو لپاره یې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د کډوالو د اوسېدو لپاره لنډمهاله پنډغالي جوړ کړي، چې د ژوندانه د لومړنیو اړتیاوو ټولې اسانتیاوې په کې برابرې دي.
په تېرو څو میاشتو کې له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو د کره شمېر په اړه معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا پنځه سوه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو