پاکستان خپل ډیپلوماټان وربللي،چې د افغانستان او نورو مسلو په تړاو په تګلارو کې بدلون راولي

یو شمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، پاکستان د نړۍ له شلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو خپل سفیران اسلام اباد ته وربللي چې د افغانستان په ګډون د خپل هېواد په بهرنۍ تګلارې کې بدلونونه راولي.

له ۲۰۱۹ کال وروسته ښايي دا لومړی ځل وي، چې پاکستاني ډیپلوماټان په فزیکي بڼه د خپل هېواد پر تګلارو سره سلا مشورې کوي.
داسې ویل کېږي، چې په دغې غونډه کې به د غزې په روان کړکېچ او د کشمیر پر کشالې هم خبرې وشي؛ خو افغانستان به د دغې ناستې د بحث د سر، سر موضوع وي.

ټاکل شوې، چې دغه مشورتي مهمه ناسته به د راتلونکی نوي کال په لومړۍ اونۍ کې د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شي.
په تېر یوه کال کې پاکستان د لویو سیاسي بدلونونو شاهد پاتې شوی او په ډېرو برخو کې سیاسي او پوځي چارواکي سره یوه خوله نه وو.
کړکېچ له هغه مهاله پیل شو، چې کله د اوکراین د جکړې د اعلان ورځ وه د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ولسمشر پوتین تر څنګ ولاړ و، چې هلته د نوموړي حضور د پاکستان د سیاسي دریځ لپاره چندانې ښې پایلې نه لرلې.
له بلې خوا په پاکستان کې سیاسي لوړې ژورې، سېلاوونه او طبیعي پېښې، د پاکستان د پوځ سره د امریکا په مرستو کې لوی کمی په سترو پروژو کې د پاکستان او چین نږدې والي او ځینو نورو مسلو داسې شرایط رامنځته کړل، چې دغه هېواد اړ شو خپل سیاسي دریځ ته له سره کتنه وکړي.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې پاکستان پر افغان طالبانو کلکې نیوکې وکړې، چې ګواکې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي او د هغوی ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په زغرده وویل، چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو له پاره وسلې برابروي او ټول ترهګریز بریدونه په پاکستان کې د افغانستان په خاوره کې پلانیږي.
خو د پاکستان دغه ادعاوې تل د طالبانو له‌خوا ردې شوې او په وار، وار یې ویلي، چې پاکستاني امنیتي ځواکونه د خپل امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي او د خپل بام واورې د بل پر بام وراچوي.
دغه مشورتي غونډه داسې مهال په اسلام اباد کې جوړېدونکې ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترینګلو حالاتو پر سر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي د خپل هېواد نوې تګلاره یو څه روښانه کړه.
خو دا لا نه ده معلومه چې په پاکستان کې د ډیپلوماټانو دغه مشورتي ناسته به څه پایلې ولري، تر کومه ځایه چې د ملګرو ملتونو په ناسته کې معلومه شوه هغه دا وه، چې ګڼ هېوادونه څومره چې له افغانستانه د ترهګرو ګواښ ته اندېښمن دي په هماغه کچه له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو ته هم خواشیني ښکاري.