پاکستاني پولیسو هغه ۱۳۰ افغانان چې امریکا ته د تللو په تمه وو له دغه هېواده ایستلي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۵

رویټرز د کډوالو د حقونو د یوې ادارې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان لږ تر لږه ۱۳۰ هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ ویزو ته په تمه وو اېستلي دي.

دغې رسنۍ د سرچینو په حواله لیکلي، چې پاکستاني چارواکي هغو لیکونو ته پاملرنه نه کوي، چې د امریکا سفارت افغانانو ته ورکړي دي.

د "افغان ایواک" سازمان مشر شاون ون ډایور د دغه سازمان د غړو د معلوماتو او په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له خوا د امریکا حکومت ته د ورکړل شویو جزییاتو په حواله ویلي، چې د پاکستان پولیسو ۲۳۰ تنه افغان کډوال نیولي دي، چې شاوخوا ۸۰ تنه یې بیرته خوشې شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، واشنګټن پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ ورکړی، چې په امریکا کې د اوسېدو په شرایطو برابر دي.

شاون ون ډایور او دوو لوېدیځو ډېپلوماټیکو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې ځايي پاکستاني چارواکي تر ډېره د امریکا دغه نوملړ له پامه غورځوي.

رویټرز له یو شمېر هغو افغان کورنیو سره خبرې کړي، چې غړي یې پولیسو ته د لیک له ښودلو وروسته اېستل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امنیتي دلایلو له امله د هغه پناه غوښتونکي نوم نه دی اخیستی، چې ویلي یې دي پولیس د هغوی کور ته ورغلل او سره له دې چې د امریکا د سفارت لیک یې له ځان سره درلوده؛ نه یې دی منلی.

د دغې کورنۍ غړي اوس له پاکستانه شړل شوي او په کابل کې ژوند کوي.

امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې دوی هڅه کوي په دري، پښتو او انګلیسي ژبو د پیغام رسولو اپلیکیشن واټس اپ له لارې په بېړنۍ کرښې سره په پاکستان کې زرګونو افغانانو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې تر ۴۵۰ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې د ژمي په سختو شرایطو کې له پولې سره نېږدې ژوند کوي.

طالبان چې له پاکستانه په ډله ییزه توګه د کډوالو له اېستلو سره مخالف دي؛ وايي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې هېواد ته راستنیږي.

اسلام اباد وايي، چې له اقتصادي او امنیتي کړکېچونو سره لاس او ګریوان دی او نه شي کولی د هغو ۶۰۰ زرو کډوالو کوربه توب وکړي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

نور خبرونه

رادیو