د چمن پرلت وهونکي: حکومت مذاکراتو ته راضي شوی

د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کېدو په غبرګون پرلت چې د تېرو ۶۹ ورځو راهیسې دوام لري، د پاکستان حکومت په پر له پسې توګه ترې غوښتنه کوي چې یو لړ وړاندیزونه به یې ومني؛ خو دوی دې پرلت پای ته ورسوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، د تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت هڅې کوي تر څو دوی خپل پرلت پای ته ورسوي.
نوموړی وايي، د پاکستان په هیڅ ژمنه باور نه لري او د ترسره کېدونکې ژمنې لیکلي سند وروسته به پرلت پای ته ورسوي.
نوموړی وايي:« د پاکستان حکومت د تېرې اونۍ راهیسې راته ویلي دي، چې د ټرانسپورټ تګ راتګ ته اجازه ورکړي. د پرلت پر غړو چې د پولیسو له لورې کومې قضیې ثبتې شوې دي هغه به بېرته واخیستل شي او د پاکستان د حکومت پر ضد چې پرلت وهونکو کومې ویناوې کړې دي د هغوی سزا به نه ورکول کېږي.»
خو پرلت وهونکو د پاکستان د حکومت دغه ژمنې نه دي منلي، ځکه د دوی په خبره د پاکستان حکومت پر خپلو ژمنو نه درېږي.
بل لورې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر تېره ورځ چمن ته د تګ اعلان کړی او نوموړي ویلي، چې په چمن کې لغړیانو ته نغدې پیسې او کومکونه ورکړي.
خو چمن ته د نوموړي راتګ د چمن د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی.
د سه شنبې په ورځ د چمن لسګونه اوسیدونکي او د چمن پرلت وال د چمن -کوټې تر منځ د کوږک لارې ته وتلي او چمن ته یې د نوموړي د راتګ لاره بنده کړې.
د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کېدو له امله د ډیورند کرښې دواړو لوریو زرګونه وګړو اقتصاد ته سخت زیان رسېدلی دی.