ستانکزی: تراوسه نه یو توانېدلي، چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره مناسب شرایط برابر کړو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۵

واک ته د طالبانو له رسېدو د څه باندې دوه کالو په تېرېدو سره، د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان لا هم د نجونو د زده‌کړو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو هڅې کوي.

عباس ستانکزي د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو د ځنډ لامل په ډاګه نه کړ.
دغه طالب چارواکي د دوشنبې په ورځ له ایراني پلاوي سره په خبرو کې وویل، چې تعلیم د نجونو شرعي حق دی. هغه وويل: «موږ هڅه کوو، چې د مناسب چاپېريال په رامنځته کولو سره ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې پرانیزو.»
عباس ستانکزی یو له هغو طالب چارواکو څخه دی، چې په ډاګه او زغرده د نجونو د تعلیم ننګه کوي.

هغه تر دې مخکې ویلي و، چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله خلک او هېوادونه له طالبانو لرې شوي دي.
خو داسې ښکاري، چې نور طالب چارواکي نه غواړي په عامه توګه د ستانکزي د غوښتنې ملاتړ وکړي.
ځينې سرچينې وايي، په کندهار کې د طالبانو رهبري، چې د دغې ډلې پټ مشر په کې ژوند کوي، د مذهبي دلايلو له مخې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ورکوي.
طالبانو په وار، وار د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د "مناسبو شرایطو" په رامنځته کولو سره مشروط کړي؛ خو د یو کال په تېرېدو سره چې د تعلیمي موسسو دروازې تړل شوې دې، د "مناسبو شرایطو" د برابرولو لپاره هغه شرایط چې طالبان یې غواړي هیڅ اقدام نه دی شوی.
دې ډلې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو داخلي او بهرنۍ غوښتنې رد کړې او دا یې د "افغانستان داخلي او کلتوري مسله" بللې ده.
د یونسکو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د زده‌کوونکو شمېر په ۲۰۰۱ کال کې له یو مېلیون څخه په ۲۰۱۸ کال کې لس مېلیونو ته لوړ شوی چې د ښځینه زده‌کوونکو شمېر ۲.۵ مېلیونو ته رسېدلی و.

نور خبرونه

رادیو