پاکستاني چارواکي: ۴۴۸ زره او ۶۷۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۵

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ تر دې دمه ۴ لکه، ۴۸ زره او ۶۷۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغې رسنۍ د سې شنبې په ورځ (د مرغومي په ۵مه) د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، په تېرو دوه ورځو کې له پاکستانه ۲ زره او ۵۷۳ تنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه رسنۍ ریاتوي، چې خپلو هېواد ته د افغان اتباعو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.

د دغو کډوالو د موقتي استوګنځايونو لپاره هم تیاری نیول شوی دی او لومړني اړین وسایل هم ورته برابر شوي دي.

اسلام اباد ویلي، چې له اقتصادي او امنیتي کړکېچونو سره لاس او ګریوان دی او نه شي کولی د هغو ۶۰۰ زرو کډوالو کوربه توب وکړي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

طالبان چې له پاکستانه په ډله ییزه توګه د کډوالو له اېستلو سره مخالف دي؛ وايي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې هېواد ته راستنیږي.

نور خبرونه

رادیو