متقي: له ایرانه مو وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۵

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امیر خان متقي ایران ته د سفر پر مهال له یو شمېر ایراني چارواکو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي، چې د افغان کډوالو سره دې ښه چلند وکړي.

په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې او کاري بندیزونو په اړه خبرونه ډېر خپرېږي؛ خو تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم ویلي و، چې له ایرانه اېستل شویو کډوالو ورته ویلي وو چې ایراني پولیسو د اېستلو پر مهال ربړولي او د دوی څخه یې ټولې پیسې هم اخیستې دي.

ایران ته ګڼ افغانان له نیمروز او فراه ولایتونو څخه پر قاچاقي لارو د کاری فرصتونو د موندلو له پاره له ستونزو ډک سفر کوي، چې ګڼ شمېر یې بیا تر منزل مقصوده هم نه رسېږي او د ایراني سرحدي ځواکونو له تر نیول کېدلو وروسته په زوره راشړل کېږي.

یو شمېر افغانان بیا پر طالبانو نیوکه کوي، چې د افغان کډوالو د حقونو څخه ننګه نه کوي او دا تور هم پر دوی پورې کوي چې دوی د سیمې هېوادونو سره په دې برخه کې د خپلو سیاسي مصلحتونو لپاره د یوه مسوول رژیم له دریځه نه شي غږېدلای.

نور خبرونه

رادیو