"ملي ټلویزیون" د فوټوشاپ په مرسته د تهران په غونډه کې د طالبانو بیرغ د متقي پر مېز کېښود
د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي رسنۍ د افغانستان ملي ټلویزیون،د فوټوشاپ په مرسته د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې د امیرخان متقي پر مېز د طالبانو بیرغ کیښود. په همدې حال کې طالبانو اجازه ترلاسه نه کړه، چې د تهران په رسمي غونډو کې د خپلې ډلې بیرغ له ځان سره ولري.
د فلسطین په اړه د تهران په نړیواله غونډه کې، چې د یکشنبې په ورځ د جدي په دوهمه د ایران په پلازمېنه کې جوړه شوې وه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم حضور درلود، خو د نورو هېوادونو د استازو په څېر د هغه پر میز هېڅ بیرغ نه و.
خو د افغانستان ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د یکشنبې په ورځ د جدي په درېیمه په خپل یوټیوب چینل کې یو عکس خپور کړ چې په کې د طالبانو سپین بیرغ د ښاغلي متقي پر میز ایښودل شوی و.
امیر خان متقي چې د فلسطین د ملاتړ په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته تللی، په تېرو څو ورځو کې یې له ایراني چارواکو سره کتلي، خو په دغو غونډو کې په هېڅ یوه کې هم د طالبانو بیرغ نه و لیدل شوی.
د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. خو له دې ډلې سره يې نږدې سياسي او اقتصادي اړيکې ټينګې کړې دي.
ایران له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او د ښځو پر وړاندې پراخ بندیزونه ختم کړي.
خو طالبانو ویلي چې د ټول شموله حکومت جوړول او د ښځو حقونه د افغانستان داخلي مسله ده او نور هېوادونه باید په کې لاسوهنه ونه کړي.