ریچارډ بېنېټ یو ځلې بیا په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز د لرې کولو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۴

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي یو ځل بیا په دغه هېواد کې د ښځو پر کار د بندیز د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي بېنېټ ټینګار وکړ، چې په حیاتي اقتصادي وضعیت کې د ښځو رول او د هغوی ونډه د افغاني ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ له پاره اړینه ده.

ریچارډ بېنېټ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي:« یو کال وړاندې طالبانو په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. زه یو ځلې بیا د دغه بندیز لغوه کېدل غواړم. تعلیم او کار د بشپړ او باعزته ژوند لپاره حیاتي مسله ده.»
طالبانو د تېر کال په مرغومي میاشت کې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ، له هغه وروسته یو زیات شمېر افغان مېرمنې وزګاره شوې.
د افغانستان له پاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه د ښځو له اساسي حقونو یوه بله ستره سرغړونه ده.

ریچارډ بېنېټ ویلي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده او د افغانانو لپاره به اړین خدمتونه په جدي توګه اغېزمن کړي.
طالبان د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار د دوام لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنې په خپلو چارو کې لاس‌وهنه بولي.

نور خبرونه

رادیو