په کابل ښار کې چاودنه: درې ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/27736c07bbfca493cd71a8f6297a63cf07a73e7b-567x1008.jpg?rect=0,532,567,319&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند پارک شهر ته نږدې د دوشنبې په ورځ (د مرغومې ۴ مه) چاودنه شوې. ایمرجنسي بیړني روغتون په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې تر دې دمه دې روغتون ته له دغې پېښې درې ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی او هیڅ کومې ډلې هم د پيښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې.
د ايمرجنسي روغتون مسوولينو د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.
زمونږ له هڅو سره سره په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ او د دې ډلې امنیتي بنسټونو په دې اړه څه نه دي ویلي.