‏طالبان: په پاکستان کې ۱۵ افغانان له بنده خوشې شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۴

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۱۵ افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې شول.

دغه ‏۱۵ تنه افغان بندیان د کوټې له زندانونو خوشې او د مرغومي په۳مه نېټه له بنده ازاد شول.

د دغه وزارت په وینا، ‏د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان شوي وو، چې افغانستان ته له راستنېدو ‏سره سم د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

تر دې د مخه د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په ځلونو ویلي، چې په دغې صوبې کې به ټول بې اسناده کډوال وباسي.

له دې سره سم پاکستاني چارواکو هم ویلي، چې په دغه هېواد کې د بې اسناده بهرنیانو د اېستلو لړۍ لاهم په منظمه توګه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو