پولیسو د نیول شویو بلوڅ فعالانو د "خوندي خلاصون" لپاره ځانګړی مرکز پرانیست
د راپورونو له مخې له سلو ډېر بلوڅ زدهکوونکي د ستر لاریون (لانګ مارچ ) وروسته لادرکه شوي دي. پولیسو د یکشنبې په ورځ د بندیانو د خلاصون لپاره د "ځانګړې مرستې مرکز" جوړ کړ.
د بلوڅو دغه ستر لاریون چې د ډسمبر په شپږمه نېټه تربت کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) چارواکو لهخوا د یوه بلوڅ ځوان د وژنې وروسته پیل شو، د چهارشنبې په ورځ تر پلازمینې اسلام اباده راورسېد.
د عامه اړیکو د یو افسر په وینا، د مرستې دغه د جوړ شوي مرکز موخه د پولیسو لهخوا د توقیف شویو کسانو «خوندي خلاصون» له پاره د خلکو له ډاډمنتیا ده.
هغه ادعا وکړه:« دغه مرکز به د ۲۴ ساعتونو لپاره فعال وي؛ ترڅو د خلکو سره د ستونزو په سملاسي حل کې مرسته وکړي او د دوی اندېښنو ته د ګړندي حل لپاره لومړیتوب ورکړي.»
بلخوا د پيپلز پارټۍ چارواکي رضا رباني په يوه بيان کې د "بلوچستان د لانگ مارچ یا لاریون د ګډونوالو سره د اسلام اباد پوليسو د زور کارونې او بې رحمانه سلوک" غندنه کړې ده.
هغه ويلي، د بلوچستان خلک د خپلو اقتصادي او سياسي حقونو څخه محروم پاتې دي او زياته کړې يې ده، چې په صوبه کې د امنيت راوستو لپاره دې په سملاسي توګه د بلوچستان د حقوقو ضمانت ورکړل شي.