رینا امیري: د افغانستان په نادولتي ادرو کې د ښځو پر کار بندیز، د بشري مرستو رسول ګواښي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۴

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانکړې استازې رینا امیري وایي، په نا دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو بهیر ګواښي.

رینا امیري د دوشنبې په ورځ د (مرغومي په ۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، ان که ښځې کوم ځای کې د کار په اړه غږېدلې هم وي د بندیزونو له امله له ګواښ سره مخامخېږي.
همدارنګه نوموړې ویلي چې، له کار او زده‌کړو څخه د ښځو د منع کېدو له فرمانونو څخه د یوه کال په تېرېدو سره د زده‌کړو او کار په برخه کې د ښځو ګډون کمزوری شوی او نوموړې غوښتنه کوي، چې افغانان باید دا شعار‍‍ چې "بندیز لرې کړئ" پیاوړی کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له هغه فرمانه یو کال پوره شو چې ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده‌کړو منعه کړې.
د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو له لورې وغندل شوه.

نور خبرونه

رادیو