د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي پریسا ازاده د طالبانو له بنده خوشې شوه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۴

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان تاییدوي چې د ښځو د حقونو فعاله پریسا ازاده له شاوخوا یوې نیمې میاشتې وروسته نن سهار د طالبانو له بند خوشې شوه.

پریسا ازاده د لړم میاشتې په ۲۳ مه نیټه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې وه.

د ښځو د حقونو فعالې او د "عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ" مشرې شمایل توانا ناصري په اېکس پاڼه کې د مېرمن ازادې د خوشې کېدو خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې نوموړې د طالبانو په بند کې له شکنجې وروسته بالاخره نن خوشې شوه.

د ښځو د حقونو بلې فعالې تمنا زریاب پریاني هم په خپله اېکس کې د پریسا په خوشې کیدو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې نور بندیان هم د طالبانو له بند خوشي شي.

سره له دې چې تر دې وړاندې د ژولیا پارسي او ندا پرواني په ګډون یو شمیر نورې معترضې ښځې چې له میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې وې، د دغې ډلې له خوا خوشې شوې دي، خو منیژه صدیقي تراوسه هم د طالبانو په بند کې ده.

د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو له لګولو وروسته یو شمېر ښځو د طالبانو د فرمانونو پر ضد لاریونونه وکړل، خو دغه لاریونونه او اعتراضونه د طالبانو له خوا وځپل شو.

نور خبرونه

رادیو