د چمن پرلت کوونکي: حکومت د پرلت والو غوښتنې نه مني، له دې وروسته کوټې ته پلی لاریون پیلوو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۳

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت لخوا دپاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۶۶ ورځې وشوې خو حکومت یې د غوښتنو په وړاندې بې ځوابه دی.

پرلت وهونکي وايي، نور یې د صبر کاسه ډکه او ډير ژر به له چمن څخه د کوټې په لور پلي اعتراضي لاریونونه پیل کړي.

د چمن د پرلت غړی محمد عوض وايي: « اوس به موږ بل پړاو اعتراضونه پیلوو، ځکه حکومت مو د غوښتنو منلو پر وړاندې چوپ پاتې دی. موږ خپله ازادي اخلو ټول ملګري دې چتو شي چې بل پړاو اعتراضونه پیلو.»

دغه پرلت وهونکي وايي، د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه مني، پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو ادارو غږ کوي چې د پاکستان حکومت دې خپلې پرېکړې بدلېدو ته اړ کړي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، په پرلت کې د ناستو اعتراض کوونکو زغم پای ته رسیدلی که د پاکستان حکومت یې غوښتنې و نه مني ښې پایلې به و نه لري، «موږ نور دا زرګونه کسان نه شو کنټرولولای خلک مو غواړي نور په داسې لاریونونو لاس پورې کړي چې ممکن بیا دولتي تاسیساتو او دولتي کسانو ته هم پکې زیان واوړي. خو مخکې تر دې چې داسې کوم څه پیښ شي، حکومت دې د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله کړي.»

پرلت وهونکي په اسلام اباد او دېره غازي خان کې د بلوڅانو له اعتراضونو ملاتړ هم اعلان کړ.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په سوېلي پښتونخوا او سپین بولدک کې د زرګونو وګړو اقتصاد زیانمن شوی.

د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې څه باندې دوه میاشتې وړاندې د چمن پرلت پیل شوی خو د افغانستان لوري ته په سپین بولدک کې د یادې پرېکړې په اړه د لاریون، اعتراض او پرلت په اړه طالبانو عامو خلکو ته اجازه نه ده ورکړې او نه یې هم پر دغه دروازه د پاکستان حکومت د‌ پرېکړې په اړه کوم غبرګون ښودلی.

نور خبرونه

رادیو