د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره وايي له افغانستانه د وتلو ناوړه پایلې یې تل ځوروي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۳

د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره وايي، له افغانستانه د وتلو بهیر، د بهرنۍ تګلارې یوازینۍ پرېکړه ده چې هره ورځ یې ځوروي.

ماریس پین په واشنګټن کې غونډې ته وویل، داسې ورځ نشته چې د افغانستان د وضعیت او په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه فکر ونه کړي.

ماریس پین ډیر کلونه د آسټرالیا په سیاسي برخه کې کار کړی.

نوموړې په ​​۲۰۱۵ کال کې د اسټرالیا لومړۍ ښځینه دفاع وزیره او له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې دویمه ښځینه د بهرنیو چارو وزیره وه.

کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن حکومت له افغانستانه د وتلو پریکړه عملي کړه، ماریس پین د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره وه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو رسیدو وروسته دغې ډلې پر خلکو په تېره بیا پر افغان ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه وضع کړل.

طالبانو د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سره په ځلونو اعلان وکړ چې خپله تګلاره نه بدلوي او د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هر ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي.

د اسټرالیا سانډې مورنېنګ هرالډ د یکشنبې په ورځ د جدي په ۳ مه راپور ورکړ چې ماریس پین په واشنګټن کې د څارونکو په یوه څیړنیز بنسټ ابزرور کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د کاناډا او سویډن پخوانیو لومړيو وزیرانو سفټن هارپر او کارل بیلډ هم حضور درلود.

نور خبرونه

رادیو