د اوکراین د جګړې مخالفه په ټاکنو کې له ولادیمیر پوتین سره له سیالۍ منع شوه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲

پخوانۍ خبریاله او د اوکراین د جګړې مخالفه یکاترینا دانڅوا، د روسیې په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې له ولادیمیر پوتین سره له سیالۍ منع شوې ده.
د روسیې د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې دانڅوا د نوم لیکنې په پاڼو کې د نیمګړتیاوو له امله په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

څلویښت کلنز دانڅوا په ټیلیګرام ټولنیزه شبکه کې د انتخاباتو د کمېسیون پریکړه ناعادلانه او نا ډیموکراټیکه بللې او ویلې یې دي، چې دا موضوع به په ستره محکمه کې وننګوي.
د پوتین منتقدین وايي، دا پرېکړه ښيي چې د مارچ په ټاکنو کې د مخالف نظر یو کس همد ده پر وړاندې ونشي درېدلی.

دا د ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې لومړنۍ ولسمشریزې ټاکنې دي.
کرملین وايي چې پوتین به د روسیې د ټولنې د پراخ ملاتړ له امله ټاکنې وګټي.

نظر پوښتنې ښیې چې هغه به شاوخوا ۸۰ سلنه رایې ترلاسه کړي

نور خبرونه

رادیو