روغتیا نړۍوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدنې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیات کړی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲

د روغتیا نړۍوال سازمان پرون په یوې خپرې شوې وینا پاڼه کې لیکلي، که څه هم چې په وروستیو نږدې څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ کومه نوې پېښه نه‌ ده ثبت شوې؛ خو ګواښ لا هم پرخپل ځای پاتې دی.

دغه اندېښنه د ګوزن ناروغۍ د له منځه وړلو د بېړنۍ کمېټې په ۳۷مه غونډه کې یاده شوې ده.

د پولیو د له ‌منځه ‌وړلو بېړنۍ کمېټې په افغانستان کې د پولیو پروګرام د بېړني پلان د فعالېدو خبر هم ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په ځینو زیانمنوونکو سیمو او لویو لارو کې یې اضافي ډلې او څارونکي ځای پر ځای کړي چې راستنېدونکي ماشومان واکسین کړي.

دغه سازمان دا هم لیکلي، چې د راستنېدونکو په شمېر کې وروستی زیاتوالی به په افغانستان کې بشري ننګونې لا پسې زیاتې کړي.
اوس‌مهال په افغانستان کې د پولیو ۶ پېښې ثبت دي، چې ټولې یې په ختیځ ولایت ننګرهار کې دي چې له پاکستان سره په پوله پروت دی.

نور خبرونه

رادیو