د مشهد په ګرځنده بازارونو کې د افغان مهاجرینو پر فعالیت بندیز ولګول شو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲

د ایران د خراسان رضوي د مرکز مشهد والي ددغه ښار په ګرځنده بازارونو یا اونیزو مېلو کې د افغانانو د فعاليت د بندولو امر کړی.

د مشهد په سيمه ييزو رسنيو کې انځور ښيي چې د نوي بنديز امر د مشهد ښار د جمعه بازار پر دروازه لګول شوی دی.

د مشهد ښاروالۍ شهرارا ورځپاڼې د شنبې په ورځ د دې ادارې د ښاري دندو د تنظيم د مشر حسن کلیدري له قوله لیکلي دي: « د دغه ښار د والي د ټولنیز کمیسیون د پرېکړې له مخې له اوس څخه د مشهد ښار په ټولو ګرځنده بازارونو کې د بهرنیو اتباعو هر ډول فعالیت منع دی.»

د خراسان رضوي د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د عمومي ادارې د شمیرو له مخې، په مشهد کې د ثبت او قانوني افغان کډوالو شمیر شاوخوا نیم ميلیون کسانو ته رسیږي.

دا شمیره په مشهد کې د کډوالو د ټول نفوس ۹۵ سلنه جوړوي.

په ګرځنده بازارونو یا مېلو کې کې د افغانانو د فعاليت د بندېدو امر په ايران کې د افغان فرهنګپالو کډوالو له غبرګون سره مخ شوی دی.

په مشهد کې افغان شاعرې او فرهنګي فعالې زينب بيات په انسټاګرام کې د دې پرېکړې په غبرون کې ليکلي؛ « افغانان يوه ګوله ډوډی څنګه تر لاسه کړي؟ کله چې تاسو ټولې روا لارې پرې بندې کړئ، څه فکر کوی، چې کومه لار به خلاصه شي؟»

نور خبرونه

رادیو