خانجان الکوزی: ‏په کراچۍ کې د پاتې ۴۰۰ کانټینرونو برخلیک لاهم روښانه نه دی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کراچۍ بندر کې د پاتې ۴۰۰ کانټینرونو برخلیک لاهم روښانه نه دی.

د هغه په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو په دغو کانټینرونو لکونه ډالر مالیه راځي او دوی د پاکستاني چارواکو سره په دې برخه کې د خبرو په حال کې دي.

خانجان الکوزی وایي:« تېرو څو ورځو کې د هېواد له ګوټ ګوټه سوداګر راغلي وو او په دې اړه مو د سوداګرۍ وزیر او د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې خپلې اندېښنې شرېکې کړې.»

دغه څلور سوه بند پاتې کانټینرونه د پاکستان حکومت په ممنوعه نوملړ کې راغلي.

د ښاغلي الکوزي په وینا، په دغو کانټینرونو کې ځینې الکټرونیکي توکي، جامې او درمل شامل دي.

د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې خبر ورکړی، چې شاوخوا درې نیم زره نور کانټینرونه د کراچۍ له بندره د افغانستان په لور خوځېدلي دي.

خانجان الکوزی وایي، چې له دغو کانټینرونو اکثره یې افغانستان ته رسېدلي دي او ځینې یې لاهم په لاره دي.

هغه وایي، چې له پاکستانه افغانستان ته د واردوونکو توکو تعرفه لوړه شوې وه؛ خو د دغو کانټینرونو د خلاصون لپاره مو تعرفې راټیټې کړې.

د هغه په وینا، دوی سره د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په یوې ناسته کې ژمنه کړې وه چې ژر تر ژره به دغه ستونزه هواره شي؛ خو لاتراوسه یې د هواري څرک نه دی لګېدلای.