د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، دیني مدرسې په هیڅ ډول نه شي کولای د ښوونځیو ځای ونیسي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې مدرسې په هیڅ ډول د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو بدیل نه شي کېدای.

هغې دغه څرګندونې تر هغې وروسته وکړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلی و، چې اوس داسې اسناد شته چې نجونو د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته مخه کړې ده.
هغې دا هم ویلي و، چې د دغو مدرسو جوړښت روښانه نه دی او د نصاب په اړه یې هم کره معلومات نه شته.
د نوموړې په خبره، دا هم روښانه نه ده چې په دغو مدرسو کې عصری علوم هم تدریسېږي او که څنګه؟
خو اغلې هېدربار دغه څرګندونې دیني مدرسو ته د نجونو لپاره د طالبانو د اجازې تایید بللی او تر څنګ یې هغه راپورونه هم شریک کړي، چې ښيي طالبانو څه رنګه د هلکانو زده‌کړې هم اغېزمنې کړې دي.
هېدر بار ټینګار کړی د هغه هېواد لپاره د هیڅ داسې راتلونکی څرک نه لګېږي، چې ماشومان یې یوازې بنسټ پالنه او افراطیت زده کوي.
په افغانستان کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زده‌کړو په تړاو د ملګرو ملتونو او طالبانو وروستیو څرګندونو ته په دغه تازه غبرګون کې د بشري حقونو فعالان وايي، چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولای او ټینګار یې دا دی، چې د نجونو ټول ښوونځي دې بېرته برانیستل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي و، چې د دوی له‌خوا کنټرولیدونکو مدرسو ته د نجونو د عمر هیڅ محدودیت نه شته.

هغه دا هم ویلي و، چې ان د ډېر عمر لرونکي مېرمنې هم کولای شي په دغو مدرسو کې دیني زده‌کړې وکړي.
خو د تعلیم د برخې کارپوهان وايي، چې په مدرسو کې داسې مضامین نه تدریسیږي، چې په لوستلو یې ډاکټران، انجنیران، اقتصاد پوهان یا د نورو برخو لپاره مسلکي کسان وروزل شي.

هغوی وايي، له مدرسو یوازې ملایان فارغېږي او افغانستان یوازې پر ملایانو نه شي جوړېدلای.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی او ۸۲۰ ورځې تېرې شوې چې نجونې ښوونځیو ته نه دي تللې او دا رنګه ۳۷۰ ورځې کېږي، چې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې هم تړلې پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو