يونان وايي د دغه هېواد په جنوب کې يې په ويجاړه کښتۍ کې ۸۱ کډوال وژغورل

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲

د یونان سیمه ییزو چارواکو ویلي، د دغه هېواد په جنوب کې یې په ویجاړه کښتۍ کې ۸۱ کسان ژغورلي دي.

ددغو چارواکو په خبره، دا کډوال د پاکستان، سوريې او مصر دي او د دوی کښتۍ په هغه لاره کې خرابه شوې وه، چې عموما ايټاليا ته بې اسناده کډوال پرې ځي.

د يونان په جنوبي بندر کالاماتا کې د ښاروالۍ چارواکو ويلي، دغو کسانو ته یې لنډ مهال سرپنا برابره کړې ده.

دغه چارواکو د نورو معلوماتو له ورکولو پرته ويلي، چې د ژغورنې عمليات يې د يونان په سوېل کې تر سره کړي.

تېر جون کې هم په همدې لاره د کب نيولو يوه کښتۍ دوبه شوې وه، چې سلګونو کډوال پکې ووژل شول.

د یونان سمندرساتي توانيدلي وو، چې ۱۰۴ کسه وژغوري او ۸۲ جسدونه پيدا کړي، په همدې مهال ۵۰۰ نور کسان، چې په کښتۍ کې ول ورک او پيدا نه شول.

د راپورونو له مخې په دغه کښتۍ کې سلګونه پاکستاني کډوال هم وو.

نور خبرونه

رادیو