د روغتيا نړيوال سازمان: پاکستان د کډوالو اېستلو سره د پوليو د خپرېدو خطر زيات کړی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او په لویه کچه د نفوسو تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر زیاتوي.

دغه سازمان ويلي، چې په همدې موخه يې د راستنېدونکو ماشومانو د واکسين کولو لپاره ډلې ګمارلې دي.

د روغتيا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ (مرغومي په اوله) وويل، ممکن يو میليون او ۷۰۰ زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته ولېږل شي.

دغه سازمان وایي، د پوليو سره د مبارزې د بېړنۍ کمېټې په ۳۷ مه غونډه کې د روغتيا د نړیوال سازمان د عمومي رييس په حضور کې، د پوليو د خپرېدو د خطرونو په اړه خبرې وشوې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه د پوليو په له منځه وړلو ندي توانېدلي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپورونو له مخې په تېرو میاشتو کې په ننګرهار ولایت کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي.

نور خبرونه

رادیو