تېره شپه په اسلام اباد او د پېښور په ځینو سیمو کې ګڼو افغان کډوالو د یلدا شپه ونمانځله

په دغو نمانځغونډو کې ګڼو شاعرانو، لیکوالانو، خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو او نورو ګڼو افغانانو برخه اخیستې وه. په دغو غونډو کې مشاعرې هم وشوې او تر څنګ یې د افغانستان یو شمېر سندرغاړو ملي سندرې هم وبوللې.

دا رنګه په دغو غونډو کې افغانانو دودیز خواړه او دودیزې میوې دانې هم چمتو کړې وې او ګڼو ځوانانو په ملي اتڼونو او نڅاوو سره دغه شپه ونمانځله.
د دغې نمانځغونډې یو برخه‌وال غلام حیدر افغانستان انټرنشنل ته وویل:« موږ افغانان چې هر څومره په بدو حالاتو کې ژوند تېروو او د بدو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان یو، بیا هم خپل دود دستور له یاده نه باسو او هغه نمانځو.»
د دغو غونډو برخه‌والو ویل، که په افغانستان کې طالبانو د دوی پر دودیزو غونډو او ناستو پاستو بندیز لګولی؛ خو په کډوالۍ کې افغانان کولای شي چې په شانداره توګه دغه ورځې او شپې ونمانځي او خپل دود دستور ژوندی وساتي.