کراچۍ کې له یوه زیارت د ۱۲ میلیونه روپیو په ارزښت سره زر غلا شوي

د پاکستان اېکسپرس ټریبیون خبر ورکړی چې په کراچۍ کې له یوه زیارت د ۱۲ میلیونه کلدارو په ارزښت سره زر غلا شوي دي. ځايي چارواکو د دغه زيارت مدير تورن کړی دی.

اېکسپرس ټریبیون د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په تېره یوه میاشت کې د حضرت لعل شهباز قلندر له زیارت د ۱۲ میلیونه او ۳۷۲ زره روپیو په ارزښت سره زر غلا شوي دي.
د دې غلا له افشاء کېدو وروسته د سند ایالت د قانون وزیر د دغه زیارت مدیر د دغو سرو زرو په غلا تورن کړی او دنده یې ځنډولې ده.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د دغه زیارت مدیر به د دغو تورونو په غبرګون کې څه ووایي.
په پاکستان کې زیارتونه او مذهبي ځایونه د خلکو په منځ کې ډېر ځانګړی ځای لري.

خلک هر کال د دغو زیارتونو او مذهبي ځایونو صندوقونو ته میلیونونه روپۍ د ثواب او حاجت پوره کېدو په هیله ور اچوي.