د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د مولانا فضل الرحمن له بلنې ناخبري وښوده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو د هغې بلنې په اړه ناخبري وښوده، چې طالبانو کابل ته د دغه هېواد نامتو روحاني مولانا فضل الرحمن ته ورکړې ده. هغې وویل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغې بلنې خبر نه دی او نه غواړي د «خلکو د شخصي سفر» په اړه نظر څرګند کړي.
د طالبانو ویاند د لیندۍ په ۲۶مه نېټه ویلي و، کابل ته یې مولانا فضل الرحمن ځکه وربللی چې په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.
ذبیحالله مجاهد ویلي و، چې طالبان غواړي ځیني رښتیني معلومات د پاکستان تر خلکو ورسوي او دغه پاکستانی روحاني کولای شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
داسې ویل کېږي، چې مولانا فضل الرحمن هم د طالبانو دغه بلنه منلې ده.
په پاکستان کې د هغه هېواد د طالبانو د تحریک د وروستیو میاشتو بریدونو د زیاتېدو سره هم مهاله اسلام اباد پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې د دوی مخالفو وسلهوالو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او له دې سره د دواړو غاړو تر منځ اړیکې هم زیاتې ترینګلې شوې دي.
اوس تمې دا دي، د پاکستان د جمیعت علما ګوند مشر مولانا فضل الرحمن به وتوانیږي چې په کابل کې د طالبانو او اسلام اباد تر منځ ترینګلتیا را کمه کړي.
جمیعت علمای اسلام په پاکستان کې ستر سیاسي او مذهبي ګوند دی، چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي. دغه ګوند د اسلام اباد په سیاسي ډګر کې مخکښ رول لري او په اسلام اباد کې د سیاسي اېتلافونو په جوړېدو کې رغنده ونډه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ یو ځلې بیا په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې اسلام اباد له طالبانو غواړي په خپله خاوره کې د ټيټيپي په وړاندې ګام واخلي.
هغې وویل، چې د اسلام اباد او د پاکستاني طالبانو تر منځ د هیڅ ډول خبرو اترو شونتیا نه شته.